ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ،دا سیالۍ د عراق د لوړو زده کړو او د ساینسي څیړنو د وزارت د محصیلینو د فعالیتونو د برخې د څارنې او علمي ارزونې د ادارې په همت او د عباسي مقدس حرم په ملاتړ سره دسبنلې یا وږې د میاشتې له ۲۰ تر ۲۴ نیتې پورې ترسره شوه.
د قدردانۍ په غونډې کې د عراق په کچه د هیواد په کچه د اوو غوره پوهنتونونو ستايل او درې غوره نړیوال پوهنتونونه د دوي د اغیز شیندنې فعالیت او ګډون د قدرونې او نازولو لپاره ستایل شوي.
همدارنګه د ارزونې کمیټې غړي د دغې سیالۍ په بریالئ ترسره کېدو کې د دوي د هڅو او د ګډون کوونکو د فعالیتونو په ارزونې کې د عدالت د پیاوړي کېدو د قدردانۍ لپاره ستایل شوي.
د قدردانۍ او ستاینې غونډه د عباسي مقدس حرم د قرآن کریم د علمي شورا رسمي ګډون، د العمید پوهنتون مشرئ، د علومو او لوړو زده کړو د وزارت استاذو او ځینو استاذانو او محصیلینو پکې ګډون درلود.
ددغو سیالیو نهائي برخه په سیالیو کېد نړیوالو ګډون کوونکو محصیلینو څخه د یوې آزموینې په اخستو سره پیل شوه او بیا د وروستیو پایلو اعلان وشو چې په بېلابېلو برخو کې اوو عراقي پوهنتونونه او درې نړیوال پوهنتونونه غوره شول .
دا سیالۍ د هیواد په کچه د اوو لومړنیو عراقي پوهنتونونو ترمنځ د غوره والي د تندیسونوپه ويشلو او د درې غوره نړیوالو پوهنتونونو ترمنځ د ځانګړي فعالیت او اغیزشیندونکي ګډون د قدرونې د میډالونو په وېشلو سره دغه لویه قرآني پیښه پاي ته ورسيده.
https://iqna.ir/fa/news/4311210/